د جنوبی افریقې او هند ترمينځه د ټېسټ سیریز دويم ميچ به په 13مه جنورۍ پيل كېږي

سنچورین 09 جنوری (اے پي پي) د جنوبی افریقې او هند ترمينځه د ټېسټ سیریز دويم ميچ به په 13مه جنورۍ په سپر سپورټس پارك سنچورین كښې پيل كېږي۔ كوربه ډلې ته د هند په ضد د درې ميچونو سیریز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه دے۔ پروټیز په وړومبي ميچ كښې هند له په 72 رنځ ماتې وركولو سره سیریز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه كړے ؤ۔ د دواړو ډلو ترمينځه د درې ميچونو سیریز دريم او آخري ميچ به د 24 جنورۍ څخه تر 28 جنورۍ په جوهانسبرګ كښې كېږي۔