د اسرائیل وزیراعظم نېتن یاهو د نوې ډيلې دورې په ضد احتجاجی مظاهرې

نوې ډيلې 15 جنوری (اے پی پی) د اسرائیل وزیراعظم نېتن یاهو د نوې ډيلې دورې په ضد د هند په بېلا بيلو سيمو كښې د مظاهرو سلسله پيل شوې ده۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د اسرائیل وزيراعظم دورې په ضد بيلو ښارونو كښې احتجاج روان دے، مظاهرچيانو د نېتن یاهو ګوډاګې سوزولې۔ بلخوا د هند خارجه وزيرې له مخې د اسرائیل وزیراعظم به د خپلې دورې په مهال په ګڼو لوظنامو لاس ليك كوي۔ د هند او اسرائیل ترمينځه د تجارتی لین دین شرح 20 کروړ ډالره څخه اوس 4 اربه 16 کروړ ډالر مالیت ته رسيدلې ده۔