ترهه ګر به په بشپړه توګه ختمولې شي

استنبول 16 جنوری (اے پی پی) د ترکیې اولس مشر رجب طیّب اردوان وئيلي دي چې شمالی سوريه كښې موجود ترهه ګر به ختمولې شي۔ د ترکيې ميډيا له مخې استنبول كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل امریکا ترهه ګر د تركيې په پوله ودروي خو مونږ به دغه په بشپړه توګه ختموو۔ د ترکيې اولس مشر دا هم ووئيل د دې ترهه ګر پوځ جوړولو امريكې وړاندې هم اعتراف کړې دې۔ د امریکې د اړخه يو بیان رامخې ته شوې كوم كښې چې وئيلي شوې ؤ چې د سوريې کرد ملیشیا لپاره په 30 زره كسانو مشتمل نوې تربیه لرونكې پوځ جوړوي۔ اولس مشر اردوان د کرد ملیشیا په ضد د عسکری عملياتو څه وخت پيل كولو عندیه هم وركړې ده