بغداد، ځانمرګي بريد كښې 27 كسان مړه ، 65 ژوبل

بغداد 15 جنوری (اے پی پی) د عراق په پايه تخت بغداد كښې د ګل په ورځ د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 27 كسان مړه او 65 ژوبل شوي دي۔ دا پھ تيرو درې ورځو كښې په بغداد كښې دويمه لويه کارروائی وه۔ د بغداد ختيزې برخه كښې د روغتيا څانګې مشر ډاکټر عبدالغنی السعدی وئيلي د چاؤدنې په نتيجه كښې 27 كسان مړه 90 ژوبل شوې دي۔ د عراق جوائنٹ آپریشنز کمانډ وياند جنرال سعد مان له مخې دوه ځانمرګي بريد كونكو د بغداد مينځنۍ برخه كښې الطیران چوك كښې ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 27 كسان مړه شوې دي۔ ده ووئيل بريد هغه مهال وشو كله چې سيمه كښې د كار لټون كښې خوارې كښ راجمع شوې ؤ۔ د عراق د كورنيو چارو وزارت چارواكو چاؤدنه كښې د 16 كسانو د وژنې او 65 كسانو د ژوبل كيدو تصدیق کړې دې۔