اولس مشر ممنون حسېن د انجمن ترقي اردو د تعميراتي پروژې اردو باغ كمپلېكس پرانسته وكړه

APP15-20 KARACHI: January 13 - President Mamnoon Hussain unveiling the plaque of newly constructed building of Urdu Bagh. APP

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې اولس مشر ممنون حسېن د انجمن ترقي اردو د تعميراتي پروژې اردو باغ كمپلېكس پرانسته وكړه٬قامونه د خپلې ژبې٬تاريخ٬كلتور او تهذيب نه پیژندلې شي٬د قامونو په پیژندګلۍ كښې د ټولو نه زيات اهميت ژبه لري٬اردو ژبه د تعليم زريعه جوړولو سره به د ځوانانو صلاحيتونه رامخې ته شي او د ژوند په هر اړخ به د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړې شي٬ايوان صدر كښې د ذمه وارۍ سنبهالولو نه وروستو د اردو نفاذ په لړ كښې ګڼ ګامونه پورته كړې شوي دي٬پاكستان كښې په قامي كچه وي يا بهر هېواد كښې٬ما هرې دستورې او كنفرنس ته په هره موقع په اردو كښې وېنا كړې ده۔د خالي په ورځ اولس مشر ممنون حسېن د انجمن ترقي اردو د تعميراتي پروژې اردو باغ كمپلېكس پرانست كړې ده۔په دې موقع دستورې ته په خپل خطاب كښې ده ووئيل چې اردو ژبه د تعليم ذريعه جوړولو څخه به د طالبعلمانو صلاحيتونه رامخې ته شي او د ژوند په هره څانګه كښې به غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔په دې مهال د كراچۍ ميئر محمد وسيم اختر٬صدر انجمن ترقي اردو ذوالقرنين حېدر او معتمد انجمن ترقي اردو فاطمه حسن هم موجود وه