امريكې د اربونو ډالرو كارولو او د ډېرو عسكرو وژلې كېدو باوجود افغانستان كښې كاميابي ترلاسه نه كړی شوه

APP08-09 ISLAMABAD: January 09 – Federal Minister for Defence Engr. Khurram Dastgir Khan addressing a lecture of series 2018 public talk on Contours of Security Environment of Pakistan arranged by Institute of Strategic Studies. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي امريكې د اربونو ډالرو كارولو او د لوئې شمېر عسكرو بائيللو باوجود افغانستان كښې كاميابي ترلاسه نه كړې شوه٬ د افغانستان په 40 فيصده برخه د افغان حكومت كنټرول نشته٬د امريكې تورونو منطقې سره سره په نړۍ كښې امن په ځاې كولو له د پاكستان هڅې ځپلې دي۔ سي پېك نه يوازې پاكستان بلكې په منطقه كښې معاشي پرمختګ لپاره به مهم كردار ترسره كړي۔پاكستان ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره د مسئلو سوله ايز حل غواړي۔ده د نهې په ورځ د انسټيوټ آف سټډيز تر سيوري لاندې د”منظم پاكستان ميں حفاظتي صورتحال”په سرخط ليكچر وركولو۔ده ووئيل د امريكې لخوا پاكستان لپاره د امريكائي مرستې ځنډول كومه مهمه خبره نه ده٬د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتېژېكي خبرې د تېرو دوو كلونو څخه ځنډ سره مخ دي٬په داسې صورتحال كښې امريكې سره په اعلٰی كچه خبرې پېل كېدې نه شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان بې شمېره قربانۍ وركړې او نړۍ زمونږ قربانۍ مني ولې امريكا پرله پسې تورونه لګوي٬پاكستان په كوم هم صورتحال كښې په خپله زمكه افغان جنګ كولې نه شي۔ده ووئيل دا وخت پاكستان يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے٬يو خوا په ختيزه پوله د هند لخوا پرله پسې د سيز فائر خلاف ورزۍ كېږي٬د كومې چې پوځ سم ځواب وركوي۔ بل خوا په داخلي توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان دے۔ده ووئيل پاكستان كښې د ترهه ګرو په ضد آپرېشن ردالفساد او آپرېشن ضرب عضب كاميابۍ سره مخ په وړاندې روان دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې داخلي استحكام كښې د خنډ لوې سوب د افغان كډوالو په لويې شمېر موجودګي ده٬كابينې په پاكستان كښې د افغان كډوالو پاتې كېدو موده كښې د يوې مياشتې پراختيا پرېكړه كړی ده ۔ده ووئيل افغانستان كښې د امن په ځاې كېدل د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده۔د دفاع وزير ووئيل سي پېك نه يوازې پاكستان بلكې په منطقه كښې معاشي پرمختګ لپاره به مهم كردار ترسره كړي۔پاكستان ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره د مسئلو سوله ايز حل غواړي ولې په كنټرول لائن د هند لخوا په جارحيت سخته اندېښنه لرو۔ ده ووئېل هندي ځواكونه د كال 2016 په مهال د ډز بندۍ رېكارډ خلاف ورزۍ كړي۔ده ووئيل پاكستان روسيه او ايران سره دوه اړخيز اړيكې لا قوي كوي۔پاك روس شريك پوځي مشقونه پېل كېدل او د پاك پوځ مشر دوره د دې ښكاره ثبوت دے