اسفندیار ولي خان د پخواني اېئر چيف مارشل (ر) اصغر خان په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 05 جنوري (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند مركزي صدر اسفند یار ولي خان د بزرك سينئر سياستمدار او د پخواني اېئر چيف مارشل (ر) اصغر خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده د ارواښاد سياسي او د هېواد دفاع لپاره خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ارواښاد اصغر خان د سياسي تاريخ او د تقليد جوګه شخصيت او د غېر متزلزل عزم څښتن ٶ۔ ده غمژنې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه كولو سره د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه