آصف زردري٬عمران او طاهر القادري عدم استحكام پېدا كولو سره په غېر ملكي ايجنډا كار كوي۔د پخواني وزيراعظم نواز شريف سياسي سېكتر سناتور آصف كرماني په غازي كښې د مسلم ليګ(ن)كارمندانو ته خطاب

هري پور 18 جنوری (اے پي پي) د پخواني وزيراعظم نواز شريف سياسي سېكتر سناتور آصف كرماني وئېلي دي چې نواز شريف د كرپشن په سوب نه بلكې د خپل زوي څخه د تنخا نه اخستلو په سوب نااهل ګرځول شوې۔د ده جرم دا وو چې ده هېواد څخه لوډشېډنګ ختم كړو٬معيشت يې مضبوط كړو و موټروے يې جوړه كړه۔كه دا جرم وي نو د اولس ګټې له به مونږ دا هر وخت كوو۔ده د زيارت په ورځ د مسلم ليګ(ن)هاؤس غازي كښې كارمندانو ته خطاب كولو۔كارمندانو ته كېپټن(ر)محمد صفدر او د مسلم ليګ(ن)مشر دوهم صدر پير صابر شاه هم خطاب وكړو۔آصف كرماني ووئيل نواز شريف د الېكشن مهم په لړ كښې نه بلكې د هېواد بچ كولو او د عدل په ځاې كولو له راوتلې۔د ده جرم دا وو چې ده د هېواد معيشت مضبوط كړو او لوډشېډنګ يې ختم كړو۔ده ووئيل آصف زردري٬عمران او طاهر القادري هېواد كښې د عدم استحكام پېدا كولو په غېر ملكي ايجنډا كار كوي۔ده ووئيل د افغانستان پشمول هند امريكا او يهود لابي د سي پېك منصوبې مخالفت كولو سره هېواد كښې عدم استحكام پیدا كولو له يوځاې شوي دي۔په لاهور شوې جلسه ناكامه شوې۔سياسي يتيمان اولس رد كړي