په قائداعظم بين الصوبائي لوبو كښې په مېنز فټ بال ايونټ كښې د اسلام آباد لوبډلې د ګلګت بلتستان لوبډلې ته په 3-1 سره ماتې وركړه

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) په قائداعظم بين الصوبائي لوبو كښې په مېنز فټ بال ايونټ كښې د اسلام آباد لوبډلې د ګلګت بلتستان لوبډلې ته په 3-1 سره ماتې وركړه۔ په پاكستان سپورټس كمپلېكس كښې په شوي مېچ كښې د اسلام آباد لوبډلې د ګلګت بلتستان لوبډلې ته په 3-1 سره ماتې وركړه۔ په ايونټ كښې به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ دوه نور مېچونه كېږي چې پكښې به په وړومبي مېچ كښې د بلوچستان مقابله سندھ سره او په دويم مېچ كښې به د فاټا مقابله د خېبر پښتونخوا لوبډلې سره وي۔