په سعودي كښې په ټرافيكي پېښه كښې د يوې كورنۍ 3 غړي مړه شول

رياض 19 دسمبر (اے پي پي) په سعودي كښې په ټرافيكي پېښه كښې د يوې كورنۍ 3 غړي مړه او دوه ژوبل شوي دي۔ د سعودي ورځپاڼې له مخې دا پېښه په مهدالذهب الجريسيه سړك هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې دوه ګاډي په خپلو كښې وجنګېدل۔ په مړو كسانو كښې دوه سړي او يوه مېرمن شامل دي۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي