پاكستان او تاجكستان يو ډول امنيتي چېلنجونو او خطرو سره مخ دي

APP41-05 RAWALPINDI: December 05 - Federal Minister for Defence Engr. Khurram Dastgir Khan talking to Ambassador of Tajikistan Sherali Jononov during call on meeting at Ministry of Defence. APP photo by Abid Zia

اسلام آباد ۔ 5 دسمبر (اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير خرم دستګیر خان وئيلي دي پاكستان او تاجكستان يو ډول امنيتي چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ پاكستان د ټولو چارو په سوليز ډول هواري باور لري۔ سيمه كښې د امن او استحكام ودې له د تاجكستان هڅې د ستائلو دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير پاكستان كښې د تاجكستان سفير شېرعلي جانونوف سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔ وفاقي وزير په دې مهال د تاجكستان د سول او پوځي مشرتابه او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د افغانستان ګاونډي كېدو په حېث پاكستان او تاجكستان يو ډول امنيتي چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ وفاقي وزير ووئيل سي پېك به ګوادر څخه تر كاشغر او تاجكستان د رابطو او استحكام نوې موقعې رامخې ته كړي۔ وفاقي وزير د نړيوالو جرمونو او ترهګرۍ په ضد جنګ له د اعلی كچې پوځي پلاويو تګ راتګ او تربيې د لارې استخباراتي مرسته تندولو مېكنزم په حاجت زور راوړو۔ خرم دستګير ووئيل پاكستان د تاجكستان وسله والو ځواكونو صلاحيت لا زياتولو له چمتو دے۔