نوې ډيلي – پاكستاني هائي كمېشن كښې د قائد اعظم محمد علي جناح زېږېدنې ورځې دستوره

نوې ډيلې ۔ 26 دسمبر (اے پی پی) د هند پلازمينه نوې ډيلي كښې پاكستاني هائي كمېشن كښې د قام پلار محمد علي جناح زېږېدنې ورځې دستوره وشوه كومه كښې چې د سفارت ټولو چارواكو او عملې ګډون وكړو۔ په دې مهال د هائي كمېشن سكول طالبعلمانو په تحريك پاكستان كښې د قائد اعظم محمد علي جناح د تقليد وړ هڅې په ډاګه كړې۔ د پاكستان دوهم هائي كمشنر د اولس او وزيراعظم پېغامونه واورول۔ دستورې ته خپل خطاب كښی د پاكستان هائي كمشنر سهيل محمود ووئيل قائد اعظم په هغه عظيم لارښودو كښې دے چا چې د تاريخ رخ بدل كړې۔ ده ووئيل د قائد اعظم او د ده د ملګرو پرله پسې هڅو د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د يو ځانله هېواد خوب ريښتيا كړو۔ په دې مهال د قائد په ژوند د ليكلې شوې كتابونو نندارتون هم وكړے شو۔