محمد نواز شریف د څلورو كلونو په مهال د دھرنو ٬ احتجاج او بې بنسټه تورونو په سياست كښې هم هېواد د ترهګرۍ څخه پاكولو او د توان په ستونزه د قابو موندلو پشمول د پرمختګ د لارې هغه څه وكړل كوم چې چا په 66 كاله كښې هم نه دي كړې

پنډۍ 50 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي محمد نواز شریف د څلورو كلونو په مهال د دھرنو ٬ احتجاج او بې بنسټه تورونو په سياست كښې هم هېواد د ترهګرۍ څخه پاكولو او د توان په ستونزه د قابو موندلو پشمول د پرمختګ د لارې هغه څه وكړل كوم چې چا په 66 كاله كښې هم نه دي كړې۔ حكومت د ربيع الاول په مباركه مياشت كښې پاكستان د لوډشېډنګ څخه د پاكولو په اعلان د ټول قام زړه خوشحاله كړې۔ اولس به د سازشونو كوؤنكو خلې د كال 2018ﺀ په ټول ټاكنو كښې د ووټ د لارې بند كړي ٬محمد نواز شريف د آئين او قانون سرلوړۍ لپاره ځان او خپله كورنۍ احتساب ته وړاندې كړې او اصل دروغژن او غل د عدالتونو څخه تښتي څوك چې پرله پسې 4 كاله د هېواد د پرمختګ په لاره كښې خنډ جوړ شوے۔ پارلمان او الېكشن كمېشن ته بد رد ويوونكي او اعلی عدالتونو څخه مخرور سړي څخه به څوك ځواب غواړي او كله۔ پارلمان كښې د انتخابي اصلاحاتو پشمول د مهمې قانون سازي او آئيني بدلون پشمول چې كله هم د عمران خان ضرورت پېښ شوے نو هغه د پارلېمنټ څخه ورك شوے۔ عمران خان د خېبر پختونخوا حكومت او د خپلو وزيرانو او د ونو بوټو نالولو منصوبه كښې كرپشن پټولو له احتساب كمېشن ته ژندره وهلې۔ 4 كاله مېټرو بس ته جنګلا بس وئيونكې كے پي كے كښې د مېټرو بس چلولو اعلان كولو نه پس تر ننه د مېټرو بس جنګله هم جوړه نه كړه۔ كے پي كے كښې د موبائل جسټس وھيكل ټائرونه هم پنكچر شوي ۔ دې د نهې په ورځ پېنډۍ آرټس كونسل كښې د كېلي ګرافمي نندارتون پرانستې او د ميلادۖ دستورې نه وړاندې ميډيا سره خبرې كولې ٬ دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل اوسني حكومت په زبرګه مياشت كښې پاكستان د لوډشېډنګ نه د پاكولو په اعلان د اولس زړونه خوشحاله كړې٬ اوس به د اولس ستونزې ختم او د صنعتونو به ډاډګيرنه وشي۔ دې ووئيل په كال 2013 كښې د برېښنا مجموعي پېداوار 9 زره 279 مېګاٶاټ وٶ او طلب 11 799 مېګاٶاټه وٶ۔ مريم اورنګزېب ووئيل په تېرو 66 كالو كښې دومره برېښنا نه ده پېدا كړې شوې څومره چې اوسني حكومت په درې نيمو كالو كښې پېدا كړې۔ دوهمې وزيرې ووئيل دا مهال د هېواد مجموعي پېداوار 16 زره 477 مېګاٶاټ او طلب 14زره 17 مېګاٶاټ دے دغسې په نظام كښې 7465 مېګاٶاټ برېښنا اضافي شامله كړې شوې ۔ دې ووئيل مخالف ګوندونه او په خاص توګه پي ټي آئي په دې كاميابۍ هم بيان بازي كوي۔ دوهمې وزيرې ووېيل په تېرو درې نيمو كالو كښې عمران دروغ وئيلي٬ تهمتونه لګولي٬ د آئين او قانوني ادارو ئې سپكاوئ كړې او نن هم د حكومت د كاميابيو باوجود دروغ وائي۔ دې ووئيل هېواد كښې سياسي ګوندونه د كال 2018 د ټولټاكنو تيارۍ كوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل مېټرو بس ته جنګله بس ويونكې عمران خان په خېبر پښتونخوا كښې د مېټرو بس چلولو اعلان نه پس تر اوسه د مېټرو بس جنګله قدرې هم نه ده جوړه كړې۔ دې ووئيل پي ټي آئي د هېواد په پرمختګ كښې كله هم كردار نه دې لوبولې٬او د قانون سازۍ په وخت زياتره پي ټي آئي غړي د پارلمان نه غائب وي۔ دې ووئيل عمران خان په خېبر پښتونخوا كښې د احتساب عدالت ته ژندره وهلې او د احتساب خبرې كوي٬ بايد د تورونو لګولو په ځائ عمران په پارلمان كښې خبره وكړې۔ ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دې ووئيل پروېزمشرف د قانون اوعدالتونو نه بهګوړا دے۔ د يوې بلې پوښتنې په جواب دې ووئيل د لاهور هائي كورټ پرېكړې په اړه د اپيل پرېكړه به د پنجاب واكمن كوي٬ ولې چې دا د صوبائي واكمنو معامله ده ۔ دې ووئيل مونږ ټولو له په ګډه پاكستان مخ په وړاندې بوتلل دي۔ دې ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وركړې شوو قربانيو مثال په ټوله نړۍ كښې نه ترلاسه كېږي ٬ پاکستان به انشاء اللہ زر د ترهه ګرۍ لعنت نه خلاص شي۔ د كېلي ګرافي نندارتون پحقله دوهمې وزير مريم اورنګزېب ووئيل په دې زبرګه مياشت كښې دا ډول دستورې كول ډېر اهميت لري ٬ په دې كېلي ګرافي نندارتون او د آرټ كښې د اللہ تعالی او حضورۖ سره د مينې څرګندونه كېږي۔ دې ووئيل پېنډۍ آرټس كونسل پنجاب او پوټهوهار منطقه كښې د كلتور ودې لپاره مهم كردار ترسره كوي٬ دې څخه وروستو د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د مېلاد النبيۖ په محفل كښې ګډون وكړو۔