سمندري محاصره به د جنګ اعلان ګڼلې شي۔ شمالي كوريا

پيانګ يانګ 10 دسمبر (اے پي پي) د شمالي كوريا اولس مشر كم جونګ ان وئيلي دي چې د امريكې لخوا سمندري محاصره به د جنګ اعلان ګڼلې شي۔ د غېر ملكي مېډيا له مخې اولس مشر كم جونګ ان وئيلي دي چې د هېواد د سمندري حدودو د محاصرې په عرض د امريكې لخوا كوم هم اقدام به د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي او يرغل وي او دا به پيانګ يانګ كله هم ونه زغمي۔ ده ووئيل چې شمالي كوريا به امريكې سره په ممكنه جنګ كښې پوره قوت سره مقابله كوي۔ له بلې خوا د امريكې اتومي الوتكو د چين او شمالي كوريا پولو سره نزدې د بمونو غورځولو مشقونه پېل كړي دي۔