د پاکستان، چین او افغانستان ترمېنځه درې كسيزه نظام جوړېدو سره د دوه اړخيزه اړيكو استحكام٬ اختلافات لرې كولو او په زړه پورې نتيجې ترلاسه كولو له به كوټلې هڅې كولې شي

APP26-26 BEIJING: December 26 – Foreign Minister Salahuddin Rabbani of the Islamic Republic of Afghanistan, Foreign Minister Wang Yi of the People's Republic of China and Foreign Minister Khawaja Muhammad Asif at the 1st China-Afghanistan-Pakistan Foreign Ministers' Dialogue meeting. APP

بیجنګ 26 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د پاکستان، چین او افغانستان ترمېنځه د درې كسيزه نظام جوړېدو سره به د دوه اړخيزه اړيكو استحكام٬ اختلافات لرې كولو او په زړه پورې نتيجې ترلاسه كولو لپاره كوټلې هڅې كولې شي٬ فورم به افغانستان كښې پائېدار امن او د درې واړو هېوادونو ترمېنځه مرسته زياتولو له مرستيال وګرځي۔ وفاقي وزاير دا خبرې د نهې په ورځ د پاك چين او افغانستان خارجه وزيرانو وړمبي ډائيلاګ كښې د ګدون نه پس د چين خارجه وزير وانګ ژی او د افغانستان خارجه وزير صلاح الدین رباني سره د ګډې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې۔ خواجه آصف ووئيل د معیشت، امنيت ، د ترهګرۍ مخنيوي او د مواصلاتي منصوبو په څانګو كښې مرسته به درې واړو هېوادنو امن٬ استحكام ٬ اقتصادي خوشحالي او پرمختګ له مرستياله وګرځي۔ وفاقي وزير ووئيل سي پېك د ” يوې پټۍ يوې لارې” د اقدام فلېګ شپ منصوبه ده۔ ده ووئيل د سي پېك په منصوبو كاميابۍ سره عملدرآمد سره به مواصلاتي روابطو زياتولو او په افغانستان ٬ ايران او مېنځنۍ او د لويديزه اسياء او ګاٶنډي هېوادونو لپاره يو مثال ثابت شي۔ خارجه وزیر په افغان مشرانو كښې د امن او د تفاهم د عمل ملاتړ رامخې ته كولو سره ووئيل افغانستان كښې پائیدار امن او استحکام لپاره دا مهم دے۔ خارجه وزير ووئيل دې خبرې ته سلا راغلې چې په افغانستان كښې د امن او استحکام پرمختګ، په زړه پورې مواصلاتي روابطو او د اقتصادي خوشحالۍ مشترکه مقصد ترلاسه كول ضروري دې۔ ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ مخنيوي موثرې مرستې لپاره د بارډر مېنجمنټ ٬ د افغان كډوالو ستنېدو او د استخباراتي معلوماتو شېئرنګ په اهميت ټېنګار كړې۔ خواجه محمد آصف ووئيل مونږ يووالي له د افغانستان پاكستان اېكشن پلان او د پنځه وركنګ ډلو زر فعاليت لپاره د خپل تجويز د ځواب په انتظار يو۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن او سلامتيا د دواړو هېوادونو اولس او د پرمختګ خواږه ترلاسه كولو لپاره ضرورې ده ٬ دواړه هېوادونه د شريك پولې وړ دي او يو ډول كلتور لري٬ پاکستان اوس د افغانستان د ټولو نه لوي تجارتي ملګرې دې۔ افغانستان سره دوه اړخيزه رابطو لپاره د جامع منصوبې شيئر كولو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا منصوبه څو مياشتې وړاندې افغانستان ته وړاندې كړې وه او دا د دواړو هېوادونو ترمېنځه د جامع مرستې بنياد وركولې شي ۔ ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په تجويز به پېشرفت وشي او په بېلا بېلو موضوعاتو به د پنځه ډلو جوړولو پحقله به معاملات مخ په وړاندې بوتلل پېل شي۔ د چين خارجه وزير وانګ ژي د افغان دولت او په افغانستان كښې امن او پرمختګ لپاره طالبانو سره په مذاكراتو زور رواړو۔ ده ووئيل چې چين د افغان قيادت او د افغان اولس ملاتړ څخه د امن او بيا رغونې د عمل ملاتړ كوي او طالبانو سره مذاكراتو لپاره د حكومت ډاډګيرنه كوي۔ د چین خارجه وزير پاكستان او افغانستان سره عملي مرستې لپاره متوقع څانګې هم په ګوته كړې۔ ده ووئيل د چين د مجوزه ” يوه پټۍ او يو لارې” اقدام به دواړو هېوادونو لپاره نورې موقعې رامخې ته كړي۔ افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني پاکستان او د افغانستان ترمېنځه مرستې ته وده او منطقه كښې امنيت ښه كولو كښې مرستې لپاره په هلو ځلو د چين مننه وكړه ۔ ده ووئيل ترهه ګري اوس هم يو خطر دې او افغانستان د دې لعنت ختمولو له لوظي دې