د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په شمالي كوريا د نورو اقتصادي بندېزونو لګولو قرارداد منظور كړو

ملګري ملتونه 23 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په شمالي كوريا د نورو اقتصادي بندېزونو لګولو قرارداد منظور كړو۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د دې نويو بندېزونو قرارداد امريكې خپلو ملګرو هېوادونو سره په مشوره تيار كړے و۔ د دې بندېزونو له مخې د شمالي كوريا د حكومت د پېټروليم اعلٰي مصنوعاتو ته رسنه ډېره محدود كړې شوې او د قرارداد له مخې شمالي كوريا ته اوس د خام تېلو ترلاسه كولو په لار كښې هم ستونزې راپېدا شوې دي۔ ملګرو ملتونو په بهرنيو هېوادونو كښې د شمالي كوريا د وګړو د ستنولو تجويز هم منظور كړے دے۔