د مسلم ليګ (ن) حكومت باوجود د ستونزو ٬ كنځلو او دھرنو كارونه وكړل۔ په 66 كلونو كښې دومره سړكونه نه دي جوړ شوي څومره چې په تېرو څلورو كلونو كښې جوړ شول

اسلام آباد ۔ 27 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حكومت يوازې خبرې نه كوي بلكې باوجود د ستونزو ٬ كنځلو او دھرنو ئې كارونه وكړل۔ په 66 كلونو كښې دومره سړكونه نه دي جوړ شوي څومره چې په تېرو څلورو كلونو كښې جوړ شوې۔ تر كال 2030ء مو هېواد د برېښنا پېداوار په اړه پخپلو پښو ودرولو۔ د سیاست پرېكړې عدالتونو كښې نه كېږي۔ انتشار او عدم استحكام هېواد ته زيان رسولې۔ ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ مونږ د عدالتونو پرېكړې قبولې كړې۔ د هزاره موټروے د پرانستې حق د نواز شريف ؤ۔ جولائی 2018ء كښې به اولس يو وارې بيا مونږ ټاكي۔ د شورؤ په ورځ د هزاره موټروے د برهان۔ شاہ مقصود سېکشن پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې داسې ډېر كم شوي چې يو ګوند يوه منصوبه پېل كړې او هم هغه ئې پايې ته ورسوي۔ دا درناوې يوازې مسلم ليګ (ن) ته ترلاسه دے۔ ده د اېن اېچ اے ٬ مواصلات وزارت او د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي مننه وكړه د چا د هڅو په نتيجه كښې چې دا منصوبه ترسره شوه۔ وزیراعظم ووئيل دا معمولي منصوبه نه ده دا د 32، 34 اربه روپو منصوبه ده او دا به د دې سيمې پرمختګ له يو سنګ ميل ثابت شي۔ ده ووئيل اوس به د مانسهرې وګړي اسلام آباد ته كاروبار او ملازمت لپاره د ورځې تلې راتلې شي ۔ ده ووئيل موټروے سره به سيمه كښې كارخانې جوړې شي۔ كاروبار به پېل شي او دا منصوبه به د پاكستان د يو كروړ اولس ته ګټه ورسوي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال 15 لكهھ څخه زيات سېلګري ګلګت بلتستان ته لاړل او د دې منصوبې ترسره كېدو سره راروان كال د ګرمۍ په موسم كښې به د سېلګرو شمېره 25 نه تر 30 لكهه ته ورسي۔ ده ووئيل 9 كاله مشرف حكومت وكړو او 5 كاله پيپلز ګوند ٬ كومه منصوبه دې وښائي بلخوا نواز شريف د اربونو روپو منصوبې پېل كړې دي ۔ وزيراعظم خنجراب څخه تر ګوادر د سړكونو جال خپور كړو۔ مسلم لیګ (ن ) 580 کلومیټره موټروے جوړه كړه۔ او اوس 18سوه كلوميټره موټروے هم مونږ جوړه شوه۔ ده ووئېل پي ټي آئي دے وښائي چې اولس له ئې څه وكړل۔ وزيراعظم ووئيل په 66 كاله كښې د برېښنا پېداوار 17 زره مېګاواټ وو۔ زمونږ په 4 نيم كاله كښې 11 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شوه۔ 10 زره به نوره پېدا شي۔ ده ووئيل حكومت به تر يكم جون خپله موده ترسره كړي۔ جولائی كښې به الېكشن څخه وروستو هم د نون ليګ حكومت وي۔ وزیراعظم ووئيل دا منصوبه د پاك چين ملګرتيا څرګندوي۔ ده ووئيل په مئي كښې به مانسهره كښې د دې موټروے د دوهم سېكشن پرانسته كولې شي۔