د كركټ قومي لوبډله به د جنورې په مياشت كښې د نيوزي لېنډ دوره كوي

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د كركټ قومي لوبډله به د جنورې په مياشت كښې د نيوزي لېنډ دوره كوي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد پنځه يو ورځني مېچونه او درې ټي ټونټي مېچونه كوي۔ پاكستان په خپله دوره د جنورې په درېمه نېټه د نيوزي لېنډ الېون په ضد د ټور مېچ څخه پېل كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ون ډے مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د جنورې په 6مه نېټه كېږي۔ دويم مېچ به د جنورې په 9مه نېټه٬ درېم به د جنورې په 13مه نېټه٬ څلورم به د جنورې په 16مه نېټه او پنځم او وروستې ون ډے مېچ به د جنورې 19مه نېټه كېږي۔ د ټي ټونټي سېريز وړومبې مېچ به د جنورې په 22مه نېټه٬ دويم به د جنورې په 25مه نېټه او درېم او وروستې مېچ به د جنورې په 28مه نېټه كېږي۔