د قائداعظم 142مه سالګره به په روايتي جوش و خروش ولمانځل شوه

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح 142مه سالګره به په روايتي جوش و خروش ولمانځل شوه۔ د قائد د سالګرې په موقع په ټول هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ د اطلاعاتو وزارت سږ كال د قائداعظم د زېږدنې ورځ زمونږ قائد ټائټل سره د لمانځلو پرېكړه كړې وه۔ د قائداعظم د زېږدنې په ورځ د قائد په مزار د ګارډز د بدلون دستوره وشوه۔ دغسې په ټول هېواد كښې نورې دستوې هم وشوې۔ په ټي وي او ورځپاڼو كښې خاص پروګرامونه ټيلي كاسټ او ضميمې خپرې شوې۔ په تعليمي ادارو كښې د قائد په وېژن او د هغه په خدماتو رڼا اچولو لپاره خاص دستورې٬ سېمينارونه٬ مذاكرې٬ نندارتونونه او شوز وشوې۔ په مهمو سركاري ودانيو قومي بېرغ هسك كړې شو٬ د دې ورځې په ښه ډول د لمانځنې مقصد ځوان كول د قائداعظم د افكارو او نظرياتو نه خبرول دي۔ قائداعظم محمد علي جناح په خپلو سياسي او جمهوري هڅو د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د جلا وطن خوب ته تعبير وركړے و۔ د دې ورځې په مناسبت رياستي مېډيا د خاص پروګرامونو اهتمام كړے و۔ په رياستي ټي وي د هغه په ژوند خاص دستاوېزي پروګرامونه هم ټيلي كاسټ كړې شول او دا لړې به د روانې مياشتې تر 30مه نېټه روانه وي۔