د روسيې اولس مشر به ﴿نن﴾ د تركيې دوره كوي

ماسكو 10 دسمبر (اے پي پي) د روسيې اولس مشر ولاديمير پيوټن به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د تركيې اولس مشر سره ملاقات كولو لپاره د تركيې دوره كوي۔ د ملاقات په مهال به دواړه مشران د مقبوضه بيت المقدس په اوسني صورتحال او د سوريې په معامله خبرې كوي۔ د روسيې خبر رسنې ادارې له مخې د حكومت وياند وئيلي دي چې اولس مشر پيوټن به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د تركيې دوره كوي او هغه به ترك اولس مشر سره د مېنځني ختيز په صورتحال خبرې كوي۔ د تركيې د اولس مشر د دفتر له مخې اولس مشر پيوټن د اولس مشر طيب اردوان په بلنه د تركيې دوره كوي۔