د تركيې په پلازمينه استنبول كښې د اسلامي مرستې تنظيم د مشرانو غېر معمولي غونډه پېل شوه٬ په غونډه كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان نمائندګي كوي

استنبول 13 دسمبر (اے پي پي) د تركيې په پلازمينه استنبول كښې د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ د مشرانو غېر معمولي غونډه پېل شوه٬ په غونډه كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان نمائندګي كوي۔ دا غونډه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا بيت المقدس د اسرائيل پلازمينه منلو او د امريكې سفارت هغه ځائ ته د وړلو پرېكړې په غبرګون كښې رابلل شوې۔ د تركيې مېډيا له مخې د تركيې په تاريخي استنبول ښار كښې د او آئي سي د مشرانو په دې بېړنې غونډه كښې د پاكستان٬ افغانستان٬ آذربائيجان٬ بنګله دېش٬ انډونېزيا٬ فلسطين٬ ګني٬ اېران٬ قطر٬ كوېت٬ لېبيا٬ لبنان٬ صوماليه٬ سوډان٬ ټوګو٬ اردن٬ يمن٬ جبوتي او مالېزيا مشران ګډون كوي۔ په غونډه كښې د اومان نائب وزيراعظم نه علاوه د قازخستان او ازبكستان د پارلمان سپيكران د خپلو هېوادونو نمائندګي كوي۔ په دې غونډه كښې د امريكائي اولس مشر په پرېكړه غبرګون څرګندولې شي۔ په غونډه كښې به د مبصر هېوادونو څخه د شمالي قبرص ترك جمهوريه اولس مشر مصطفٰي آكن جي او د مېلمه اولس مشر په توګه به د وېنزوېلا اولس مشر نكولس مادورو د خپلو هېوادونو نمائندګي كوي۔