د امریکې او جنوبی کوریا ترمينځه آزاده تجارتی لوظنامه كښې په مجوزہ بدلون خبرې به راروانه اونۍ واشنګټن كښې كېږي

واشنګټن 28 دسمبر (اے پی پی) د امریکې او جنوبی کوریا ترمينځه آزاد تجارتی لوظنامه كښې په مجوزہ بدلون خبرې اترې به راروانه اونۍ كښې په واشنګټن كښې كېږي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه په 5 جنزرۍ د خبرو اترو كولو امکان دے۔ ډونلډ ټرمپ انتظامیې اقتدار سنبهالولو نه پس سږ كال جولائي كښې اعلان کړې ؤ چې 2012ء كښې امریکې او جنوبی کوریا ترمينځه آزادې تجارتی لوظنامې كښې د امریکې تجارتی ګټې ځپلې شوې او دې لپاره په دې نظر ثانی کولو ته اړتيا ده۔ په دې معامله دې څخه وړاندې امریکې او جنوبی کوریا ترمينځه د تجارتی چارواكو په اګست كښې پھ سیؤل او پھ اکتوبر كښې پھ واشنګټن كښې خبرې شوې وي۔