د امريكې په انډيانا ايالت كښې د كوچنې الوتكې په پېښه كښې د پائيلوټ پشمول 3 كسان مړه شوي

واشنګټن 19 دسمبر (اے پي پي) د امريكې په انډيانا ايالت كښې د كوچنې الوتكې په پېښه كښې د پائيلوټ پشمول 3 كسان مړه شوي دي۔ د امريكائي مېډيا له مخې په الوتكه كښې دوه سپي هم سواره كړې شوي وو چې پكښې يو مړه او بل ژوبل شوے۔ د پوليسو له مخې الوتكه په يو ګڼ ځنګل كښې يو كور سره نزدې رالوېدلې ۔ دا الوتكه د مېسوي ايالت د كنساس ښار څخه د مېري لېنډ ايالت فرېډرك ښار ته روانه وه۔ د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي