د امريكائي سفارت القدس ته د وړلو پرېكړه د بارود ډھېري ته اور اچول دي۔ د كعبې امام

مکه ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د مسجد الحرام امام او خطیب شېخ ډاكټر صالح آل طالب په ډاګه كړې چې د امريكائي سفارت القدس ته د وړلو پرېكړه د بارود ډھېري ته اور اچول دي۔ نه ده معلومه د دې اور به كوم ځائې ته رسي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ترمخه د كعبې امام يو بيان كښې ووئيل چې په بېت المقدس ناجائزه قبضه مضبوطولو له چې كوم ګام اوس پورته كړې شوې دې سره به نوره كركه او تشدد رامخې ته شي۔ او دې سره به ډېر زيات ځاني او مالي زيان وشي۔ امن لپاره روانې هڅې به بې ځايه لاړې شي۔ ده ووئيل دا پرېكړه د نړيوالو قراردادونو په ضد ده۔ دې سره د ټولو مسلمانانو زړونو ازار شوي دي۔ دې ګام د ستونزې منصفانه حل ته د رسېدو اميدونو ختم كړي دي۔ ده ووئيل دا پرېكړه د فلسطيني اولس تاريخي حقونو په ضد ده دې سره به د القدس آزادولو په اړه د مسلمانانو او عرب نړۍ عزم لا مضبوط شي۔