دفاع وزير انجينئر خرم دستګير سره د سعودي دفاع دوهم وزير محمد بن عبدالله العېش ملاقات

APP69-12 RAWALPINDI: December 12 - Deputy Defence Minister of Saudi Arabia H.E. Muhammad Bin Abdullah Al –Ayesh along with his delegation called on Federal Minister for Defence, Engr. Khurram Dastgir Khan in Ministry of Defence. APP

اسلام آباد ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان سره د سعودي عربستان د دفاع دوهم وزير محمد بن عبدالله العېش ملاقات كړے دے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو ٬ په سيمه ايزې سلامتيا او د منطقې په وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ د دفاع وزارت وياند ترمخه د نهې په ورځ د سعودي عربستان د دفاع دوهم وزير محمد بن عبداللہ العېش د دفاع وزارت دوره وكړه چرته چې ده د دفاع وزير خرم دستګير سره ملاقات وكړو۔ خرم دستګير د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د پاکستان او سعودی عربستان ترمينځه مضبوطې او مستحكمې دفاعي اړيكې وده كوي۔ د دفاع وزير دې په اېل او سي د هندي كاروايو او عام وګړو په نښه كولو په اړه خبر كړو۔ محمد بن عبداللہ العیش په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان سره د وسله والو ځواكونو تربيې او د ترهګرۍ مخنيوي په مرسته غوره كوؤ۔ د دفاع وزير خرم دستګير خان ووئيل پاكستان به د حرمين شريفېن تحفظ له كړې خپل لوظ تر سره كوي۔