ترکیې د روس جدید توغندي اخستلو پريكړه

انقرہ 30 دسمبر (اے پی پی) ترکیې تر 2020ء د روس جدید توغندي اېس 400 اخستلو پريكړه كړې ده۔ د المان ميډيا له مخې دې دفاعی لوظنامې ته دواړه هېوادونو په 29 دسمبر حتمی شکل وركړې دې۔ د روس اېس فور هنډرډ توغندې د زمكې څخه په فضا كښې خپل هدف په نښه كولې شي، د دې وړومبې ترسیل به د 2020ء په وړومبو درې مياشتو كښې پيل شي۔ د دې دفاعی ډیل ترمخه روس او تركيه به په ګډه د توغندي جوړولو سلسله روانه ساتي۔