انډونیزيا د ترهه ګرۍ مخنيوي پولیس زياتولو پريكړه

جکارته 30 دسمبر (اے پی پی) د انډونیزيا چارواكو د ترهه ګرۍ مخنيوي پولیس زياتولو پريكړه كړې ده۔ د المان ميډيا له مخې د دې پريكړې ترمخه به د داعش په هلو ځلو نظر لرلو له 600 كسان د ترهه ګرۍ مخنيوي پولیس كښې شاملولې شي۔ د انډونیزيا نېشنل پولیس مشر ټيټو کارناویان په دې اړه يو بيان كښې وئيلي چې ګڼ تفتیش کار او د نګرانۍ عمله به د دې خاص پولیس برخه ګرځولې شي۔ ده ووئيل د داعش نیټ ورك په انډونيزيا او سوئيلي ختيز اسياﺀ كښې فعال دې او د هغوي د هلو ځلو د نګرانۍ سلسله روانه ده۔