امرېکن پرېس اېسوسی اېشن د افضل خان په مړينه د غم دړد او د ده كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه كړې۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې د مشر خبريال افضل په مړينه افسوس ښكاره كړو

اسلام آباد ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د مشر خبريال محمد ا فصل خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي افضل خان پاكستان كښې د جمهوري هڅو كلتوري قافلې يو نوموړے شهسوار ؤ۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل افضل خان د خپل قلم او عمل د لارې د آمريت په ضد د مزاحمت يو روښانه روايت جوړ كړې۔ دوهمې وزير دعا وكړه چې لوئے څښتن دے اروښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔