افغانستان كښې د مائن پھ چاؤدنه كښې 6 كوچنيان مړه شول

کابل 28 دسمبر (اے پی پی) د افغانستان امنيتي چارواكو له مخې د سړك په غاړه په ځائې كړې شوې مائن چاؤدنې پھ نتيجه كښې 6 كوچنيان مړه شوې دي۔ د المان ميډيا له مخې دا پېښه شمالی ولايت بلخ كښې رامخې ته شوې۔ د بلخ ولايت دولت آباد ولسوالۍ انتظامی افسر له مخې چاؤدنه كښې 6 كوچنيان مړه شوې دي كومو چې ګډي څرولې۔ تر اوسه كوم ډلې يا تنظيم د چاؤدنې ذمه واري نه ده قبوله كړې۔