كاناډا كښې د پاكستان هائي كمشنر طارق عظيم د پاك كاناډا بزنس چېمبر تجارتي او كلتوري شو ته خطاب
اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) كاناډا كښې د پاكستان هائي كمشنر طارق عظيم وئيلي د پاكستان او كاناډا ترمينځه آئي ټي او د كركيلې څانګې د شراكت دارۍ پراخا امكانات لري۔ كاناډا لپاره د پاكستاني مصنوعاتو په برآمداتو كښې زياتوالې كېږي۔ دا خبره ده د پاكستان كاناډا بزنس چېمبر (پی سی بی سی) لخوا راجوړې كړې شوې د تجارتي او كلتوري شو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دا تجارتي شو د پاكستان قونصل جنرل په مرسته كراؤن پلازه هوټل مانټريال كښې وشوه۔ نندارتون كښې څيزونه تيارونكې او خذمات وړاندې كوؤنكې 32 پاكستاني كمپنيو برخه واخسته چې مقصد ئې د سرجري آلاتو ٬ د لوبو سامان٬ د څرمنې مصنوعات ٬ زېوارت او د باسمتي وريژو برآمداتو زياتول دي۔ هائي كمشنر طارق عظيم سره مانټريال كښې د پاكستان قونصل جنرل محمد عامر هم وو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې هائي كمشنر ووئيل د پاكستان معيشت د سرمايه كار دوست پالېسيو په سوب 5 فيصد څخه زياتې شرح نمو سره وده مومي او تر كال 2030ء به پاكستان د نړۍ د 20 م لوئې معيشت په توګه رامخې ته شي۔ كلتوري دستوره كښې د كاناډا پارلماني غړې مس ایمانیولا لمبروپوئش ، د سېنټ لارېنټ او لسالے ميئر ٬ دكاناډا چارواكو ٬ سفارتكارو او لوئے شمېر پاكستانيانو ګډون وكړو