چين شمالي كوريا خبرو ته اماده كولې شي۔ فرانس

بېنجګ 25 نومبر (اے پي پي) فرانس وئيلي دي چې چين خپل اثر و رسوخ كارولو سره شمالي كوريا خبرو ته اماده كولې شي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې دا خبره د فرانس خارجه وزير په بيجنګ كښې د چين خارجه وزير سره د ملاقات كولو نه پس كړې۔ د چين خارجه وزير سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې د شمالي كوريا د مسئلې پوځي حل په ډېر سخت صورتحال كښې ممكن دے۔ د چين خارجه وزير په دې موقع د شمالي كوريا د مسئلې حل مذاكراتي عمل ممكنه لار وګرځوله۔