پوپ فرانسس به راتلونكې اونې د ميانمر او د بنګله دېش دوره كوي

واشنګټن 25 نومبر (اے پي پي) پوپ فرانسس به راتلونكې اونې د ميانمر او د بنګله دېش دوره كوي۔ د امريكائي مېډيا له مخې وېټي كن په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې پوپ فرانسس به د نومبر په 27مه نېټه د ميانمر څلور ورځنې دوره كوي او د دې نه پس به د نومبر د 30مې نېټې نه د دسمبر تر 2مه نېټه د بنګله دېش دوره كوي۔ د خبر له مخې پوپ به د ميانمر او د بنګله دېش مشرانو او روهنګيا مسلمانانو سره ملاقاتونه كوي۔ پوپ فرانسس به آنګ سان سوچي سره هم جلا ملاقات كوي۔