په قومي ټي ټونټي كپ كښې به ﴿نن﴾ دوه مېچونه كولې شي

پېنډې 12 نومبر (اے پي پي) په قومي ټي ټونټي كپ كښې به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ دوه مېچونه كولې شي۔ د خبر له مخې د پېنډې په كركټ لوبغالي كښې په روان ټورنامنټ كښې به وړومبې مېچ د لاهور بليوز او فېصل آباد ترمېنځه كېږي۔ د لاهور بليو كپتان محمد حفيظ او د فېصل آباد د لوبډلې كپتان سعيد اجمل دے۔ دويم مېچ به د لاهور وائټس او د كراچې وائټس ترمېنځه كېږي۔ سلمان بټ د لاهور وائټس او سرفراز احمد د كراچې وائټس كپتان دے۔