پاکستان ایران كښې د زلزله ځپلو مرستې له د سي ون 30 الوتكې د لارې تهران ته سامان ولېږلو۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) پاکستان د ايران په لويديز ولايت كرمان شاه كښې د زلزلې له امله د ځپلې شويو مرستې له سامان د جمعې په ورځ د سي ون 30 الوتكې د لارې تهران ته لېږلې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د مرستې سامان سره سي ون 30 الوتكه د جمعې په شپه تهران ته لېږلې شوې۔ د مرستې سامان به په ياده شوې سيمه كښې په زلزله ځپليو له وركولې شي۔ وياند ووئيل چې د مرستې سامان به په تهران كښې د ايران چارواكو ته سپارلې شي۔ وياند زياته كړه چې د پاكستان اولس او حكومت د زلزلې په نتيجه كښې په قېمتي ځاني زيان غمژن دي۔ د پاكستان اولس مشر او وزیراعظم د ايران اولس سره د يوالي پېغامونو لېږلې دي او په دې سخت وخت كښې د هر ډول ممكنه مرستې باور ئې وركړې