ویتنام ، د سمندری طوفان ’’ډیمری‘‘ له امله د مړو شميره 49 ته ورسيده

هنوئی 06 نومبر (اے پي پي) په ویتنام كښې د سمندري طوفان ډیمری له امله د مړو شميره 49 ته رسيدلې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د طوفان له امله د زياتو بارانونو په نتيجه كښې د ویتنام څلورو صوبو كښې زياتره سيمې تر اوبو لاندې راغلې او د اپیك غونډه كولو كښې هم شك پيدا شوې۔ د سیلابی اوبو له امله تر ټولو زيات آن ښار ځپل شوے۔ د طوفان په نتيجه كښې نزدې 19 كسان بې دركه شوې او 30 زره كسان محفوظو سيمو ته رسول شوي۔