وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده د نړيوال بېچ ريسلنګ چيمپئين شپ ګولډ مېډلز ګتوونكو لوبغارو له د پينځه پينځه لكه روپو چېكونه وركړل

APP32-28 ISLAMABAD: November 28 - Federal Minister of Inter Provincial Coordination Riaz Hussain Pirzada giving prizes to national wrestlers M. Inaman and Anyyatullah who won the gold medals in International Beach Wrestling Championship. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی)د بين الصوبائي رابطه وزارت او د پاكستان سپورټس بورډ تر سيوري لاندې په نړيوال بېچ ريسلنګ چيمپئين شپ كښې دوو پاكستاني پهلوانانو لخوا د غوره كاركردګۍ په څرګندونه انټرنېشنل ايونټ كښې د دوو ګولډ مېډلز ګټونكو پھ درناوي كښې يوه دستوره وشوه ٬ پھ دستوره كښې د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده د مشر مېلمه پھ حېث ګډون وكړو۔ده دواړو قامي اتلانو له د پينځه پينځه لكه روپو چېكونه وركړل۔وفاقي وزير ميا رياض حسېن پیرزاده په سينئر كيټګري كښې د ګولډ مېډلز ګټونكې محمد انعام بټ له د پينځو لكو او په كېډټ كيټګري 70 كلوګرام كښې عنايت الله له هم د پينځه لكه روپو چېك وركړو۔محمد انعام بټ په تركيې كښې د شوي عالمي بېچ رېسلنګ چيمپئين شپ پھ مائنس 90 كلوګرام كيټګري مقابلو كښې امريكا٬روسيه٬تركيه٬ايران او د يونان رېسلرز له په ماتې وركولو د نړيوال چيمپئين ټائټل ګټلې ؤ او عنايت الله د مائنس 70 كلوګرام كيټګري كښې ايران او د تركيه رېسلز له ماتې وركړې وه