وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره چوهدري نثارعلي خان وليدل

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره پخواني داخله وزير او مسلم ليګ (ن) سينئر لارښودچوهدري نثارعلي خان د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي وضعه او په سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزيراعظم ميډيا سيل لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع چوهدري نثار خپلو خبرو كښې ووئيل د تېرو څو ورځو راهسې په فېض آباد كښې د موجود دهرنې په سوب د پېنډۍ او اسلام آباد وګړي ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل د پايه تخت په مصروف لاره او د پېنډۍ او اسلام آباد په مهم ځائ د لاقانونيت او اولس تكليف سره د مخ كولو اجازه وركول نه ده پكار۔ ده ووئيل حكومت دې د دې مسئلې زر تر زره هواري له اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د موټروے مېټرو سټېشن پروژې جوړولو كښې د سستۍ له امله نه صرف خوا اوشا سيمې بلكې د ټول هېواد وګړي ستونزو سره مخ دي۔ د تعميري عمل تندوالي سره سره ضروري ده چې وګړو ته متبادله لاره وركړې شي دغسې چې د ھغوي ستونزې كمې شي۔