شاہ سلمان د سعودي نېشنل ګارډ او د بحریه مشر د خپلو چوكو څخه اخوا كړل

ریاض 05 نومبر (اے پی پی) سعودی عرب باچا شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د سعودی نېشنل ګارډ او د بحریه مشر د خپلو چوكو څخه اخوا كړې دي۔ د العربیه ټي وي له مخې شاہ سلمان يو شاهی فرمان جاری كولو سره د نېشنل ګارډز وزیر شهزادہ متعب بن عبداللہ د خپلې چوكۍ څخه اخوا كړې۔ د شهزادہ متعب اخوا كولو نه پس خالد بن عبدالعزیز د نېشنل ګارډز نوې وزیر غوره كړې شوې۔بلخوا يو بل شاهی فرمان له مخې د سعودی د بحریه مشر ریئر ایډمرل عبداللہ سلطان او وزیر انجینئرعادل فقیه هم د خپلو چوكو څخه اخوا كړې شوي۔ شاهی حكم نامې له مخې محمد التویجری د مالیات او پلاننګ وزیر غوره كړې شوې۔ عبداللہ سلطان د نیول چیف چوكۍ څخه اخوا كولو نه پس ریئر ایډمرل فھد الغفیلی د بحریه نوې مشر غوره كړې شوې دے۔