سږكال د چين په بېلا بېلو پوهنتونونو كښې 2500 پاكستاني زده كوونكو داخله ترلاسه كړې

بيجنګ 15 نومبر (اے پي پي) سږكال د چين په بېلا بېلو پوهنتونونو كښې 2500 پاكستاني زده كوونكو داخله ترلاسه كړې٬ په چين كښې د زده كړې كوونكو پاكستاني زده كوونكو شمېره 22 زرو ته رسېدلې۔ دا خبرې په بېجنګ كښې د پاكستاني سفارت يو اعلٰي اهلكار اے پي پي سره د خبرو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې په چين كښې زده كړې لپاره د پاكستاني زده كوونكو رجحان مخ په زياتېدو دے٬ ده ووئيل چې د چين په بېلا بېلو پوهنتونونو كښې 3000 پاكستانيان پي اېچ ډي كوي۔ د يادونې وړ ده چې د چين پوهنتونونه په نړۍ كښې مخ په وړاندې روان دي چې پكښې پېكنګ پوهنتون د اسيا د دوهم غوره پوهنتون درجه ترلاسه كړې۔ د اسيا په 300 غوره پوهنتونونو كښې 45 د چين٬ 6 د هانګ كانګ او 25 د تائيوان پوهنتونونه شامل دي۔ د يو راپور له مخې تېر كال د نړۍ د 205 هېوادونو او منطقو څخه 440,000 زده كوونكو په چين كښې زده كړې كولې۔