د چين ځانګړې استازې به د جمعې په ورځ د شمالي كوريا دوره كوي

بيجنګ 15 نومبر (اے پي پي) د چين ځانګړې استازې به د جمعې په ورځ د شمالي كوريا دوره كوي۔ د چينائي چارواكو له مخې د واكمن ګوند كميونسټ ګوند د نړيوالو اړيكو د څانګې مشر سونګ تاؤ به د جمعې په ورځ د شمالي كوريا دوره كوي۔ د يادونې وړ ده چې د شمالي كوريا د اتومي پروګرام له امله د دواړو هېوادونو په اړيكو كښې تر څه حده تاؤ تريخوالي راغلې۔ چېنائي استازې په داسې حال كښې د شمالي كوريا دوره كوي كله چې څو ورځې وړاندې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د چين دورې په مهال د چين حكومت ته خواست كړے و چې هغه دې د شمالي كوريا اتومي پروګرام خاتمې لپاره زيات موثر كردار ترسره كړي۔ د اكتوبر كال 2015م نه پس دا وړومبې ځل دے چې د چين كوم اعلٰي شخصيت د شمالي كوريا دوره كوي