د هند او سري لنكا ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ به د نومبر په 16مه نېټه پېل كېږي

كولكته 08 نومبر (اے پي پي) د هند او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې ټېسټ مېچ به د نومبر په 16مه نېټه په كولكته كښې پېل كېږي۔ د خبر له مخې د سري لنكا د كركټ لوبډله به روانه مياشت د هند دوره كوي۔ د دې دورې په مهال به د سري لنكا لوبډله د هند په ضد درې ټېسټ مېچونه٬ درې ون ډے او درې ټي ټونټي مېچونه كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټېسټ سېريز وړومبې مېچ به د نومبر په 16مه نېټه پېل كېږي۔