د نيوزي لېنډ او د وېسټ انډيز ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ به د دسمبر په وړومبې نېټه پېل كېږي

وېلنګټن 18 نومبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې ټېسټ مېچ به د دسمبر په وړومبې نېټه په وېلنګټن كښې پېل كېږي۔ د خبر له مخې د وېسټ انډيز لوبډله به روانه مياشت د نيوزي لېنډ دوره كوي چرته به چې هغه دوه ټېسټ مېچونه٬ درې ون ډے او درې ټي ټونټي مېچونه كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم ټېسټ مېچ به د دسمبر په 9مه نېټه پېل كېږي۔