د عرب اتحادي الوتكو لخوا د صنعا په هوائي اډه بمباري

رياض 15 نومبر (اے پي پي) د سعودي په مشرې كښې عرب اتحادي الوتكو د حوثي ياغيانو په قبضه كښې د صنعا په هوائي اډه بمباري كړې۔ د ځائي مېډيا له مخې په دې بمبارې كښې د شوي زيان په اړه بېلا بېل ډول خبرونه راغلي دي۔ ملګرو ملتونو وئيلي دي چې سره د بريد د هوائي اډې ډېره برخه د كارول كېدو وړ ده او د مرستې چارو لپاره به كارولې شي خو د يمن چارواكو وئيلي دي چې په بريد كښې د هوائي اډې رن وے او نېوي ګېشن ټاور ته زيان رسېدلې۔ د سعودي په مشرې كښې عرب اتحاد د مارچ كال 2015م نه په يمن كښې د حوثي ياغيانو په ضد عمليات كوي