د شمالي كوريا په ضد عسكري طاقت هم ضروري دې

واشنګټن 16 نومبر (اے پي پي)د امريكې امنيتي چارواكو وئېلي دي چې د شمالي كوريا لخوا رامخې ته شويو خطرو مخ نيوي په خاطر د سفارتكارۍ سره عسكري طاقت كارول هم ضروري دي۔د المان خبري اژانس له مخې د امريكې ځواك اعلٰی كمانډر اېډمرل هيري هيرس د جاپان دفاع وزير سره ملاقات كښې وئيلې چې د شمالي كوريا جوهري او ميزائل پروګرامونو مخنيوي په خاطر د سفارتكارۍ سره سره پوځي طاقت كارول هم كول دي۔د نړيوالو طاقتونو له مخې د شمالي كوريا د اشتعال انګيزۍ له امله منطقه كښې تاؤ تريښوالې زياتېږي خو شمالي كوريا دا تورونه رد كوي