د سوريې په اړه د مذاكراتو راتلونكې پړاؤ به ﴿سبا﴾ په جنېوا كښې كېږي

دمشق 26 نومبر (اے پي پي) د سوريې د مخالفو ډلو د اتحاد د نمائنده پلاوي مشر نصر الحريري وئيلي دي چې د سوريې په اړه د مذاكراتو راتلونكې پړاؤ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ د نومبر په 28مه نېټه په جنېوا كښې كېږي۔ د العربيه ټي وي له مخې په دې بيان كښې نصر الحريري ملګرو ملتونو ته وئيلي دي چې هغه دې په سوريه كښې د سياسي اقتدار انتقال لپاره د سوريې د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه نېغ په نېغه مذاكرات پېل كړي۔ ده ووئيل چې مونږ ټول مذاكرات غواړو۔