د حوثیانو لپاره د ملګرو ملتونو مرسته د نه قبلولو وړ ده،سعودی عرب

ملګرې ملتونه 04 نومبر (اے پی پی) سعودی عرب د ملګرو ملتونو د اړوندې کمېټۍ راپور مخالفت کړې دې چې ترمخه ئې د نړيوالې ادارې لخوا د یمن د تعلیم وزارت له 1.4 کروړه ډالره وركول ؤ۔ د سعودی ميډيا له مخې دا وزارت د حوثی ياغيانو په انتظام كښې دې۔ دا خبره ملګرو ملتونو كښې د سعودی عرب مستقل نمائنده خپل خطاب كښې كړې ده۔ سعودی عرب د کمېټۍ په راپور د نظرِ ثانی کولو غوښتنه كولو سره وئيلي د حوثی ياغيانو لپاره د ملګرو ملتونو مرسته كوم جواز نه لري او دا به په هيڅ صورت قبلولې نه شي۔