د ترکيې اولس مشر به په 13م نومبر روس ته ځي

ماسکو 10 نومبر (اے پي پي) د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان به د روس اولس مشر ولاد یمیر پیوټن سره په سوچی كښې ملاقات کوي۔ د روس نشریاتی ادارې له مخې د کریملن وياند دیمتری پیسکوف وئيلي دي چې د تركيې اولس مشر به په 13م نومبر روس ته ځي چرته به چې هغه د روس اولس مشر پیوټن سره ملاقات کوي۔ د ملاقات په مهال به دواړه لارښود په بيلو ايجنډو خبرې اترې كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې د دواړو لارښودو ترمينځه د دې څخه وړاندې په 28 ستمبر انقرہ كښې ملاقات شوے ؤ۔ د روس خپلې دورې نه پس به اولس مشر اردوان کویت ته ځي