د تركيې اولس مشر د سعودي باچا سره په ټېليفون خبرې وكړې

انقره 26 نومبر (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د سعودي باچا سلمان سره په ټېليفون خبرې كړې دي۔ د غرب مېډيا له مخې دواړو مشرانو د شريكې خوښې په چارو او په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو خبرې كړې دي۔ په دې موقع د منطقې په تازه صورتحال هم خبرې شوې دي او د شخړو حل لپاره ئې يو بل د هڅو څخه خبر كړي۔