د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د اسياﺀ دورې په لړ كښې د اتوار پھ ورځ جاپان ته رسيدلې

ټوکیو 05 نومبر (اے پی پی) د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د اسياﺀ دورې په لړ كښې د اتوار پھ ورځ جاپان ته رسيدلې۔ د امریکې نشریاتی ادارې له مخې د جاپان په یوکوټا هائي ميدان د امریکې پوځي اهلکارو ته پھ خپل خطاب کښې ده ووئيل څوك دې هم د امريكې حکومت او امریکې عزم کمزورې ونه ګڼي۔ اولس مشر عسكرو سره په خپلو خبرو كښې ووئيل تاسو د هغه ظالم حکمرانانو او آمرانو لپاره تر ټولو لوئې خطر ئې كوم چې بې ګناه وګړې په نښھ كوي۔ جاپان ته رسيدو څخه وړاندې په الوتكه كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د شمالی کوریا وګړې تر لوئې قام دې۔ او دا به ډيره ښه خبره وي چې مونږ د هغوي پھ كار راشو۔ټرمپ ووئيل فلپائن كښې كيدونكې غونډه كښې د روس اولس مشر ولادیمر پوتن سره هم ملاقات كيدې شي۔ یوکوټا كښې عسكرو ته خطاب نه پس اولس مشر د ټوکیو سره نزدې سائتاما سيمې ته لاړو چرته چې د جاپان وزیراعظم شنزو آبے د هغه هركلې وكړو۔