د امریکې اولس مشر جنوبی کوریا ته ورسيدو

سیؤل 08 نومبر (اے پی پی) د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د جاپان دورې بشپړولو نه پس جنوبی کوریا ته رسيدلې۔ د امریکې میډیا له مخې د جاپان خپلې دورې په مهال ډونلډ ټرمپ د جنوبی کوریا مشر سره ملاقات كړې او په پیانګ ټاك ښار كښې د موجود امریکې پوځې اډې ’’همفریز‘‘دورہ ئې كړې۔ په دې مهال ده د امریکې او کوریا عسكرو سره يو ځائ خوراك هم كړے۔ ډونلډ ټرمپ به په سیؤل كښې په صدارتی محل كښې د جنوبی کوریا مشر سره دوه اړخيزه خبرې اترې كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې همفریز پوځي اډه د امریکې په بهر هېوادونو كښې تر ټوله لويه پوځي اډه ده۔ وئېلې كېږي چې په دې اډه كښې به د امريكائي عسكرو شميره زياتولو سره 42 زره ته رسولې شي۔